ټولنه

دهرات په کهسان ولسوالۍ کې دولسي تړون پروګرام پيل شو .

کابل باختر دلړم  نولسمه :
دولسي تړون پروګرام  دهرات ولايت په کهسان ولسوالۍ کې پيل شو .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دولسي تړون پروګرام په شپږ پنځوسو پرمختيايي شوراګانو کې دڅه ناڅه نهه اتيا مليونو افغانيو په لګښت په کهسان ولسوالۍ کې پيل شو چې په تطبيق سره يې ټول کلي تر پوښښ لاندې نيول کيږي او ددغې ولسوالۍ ټول خلک دټولګټو پروژو له ښيګڼو  څخه ګټه اخلي .
په هغې غونډه کې چې له  همدې امله جوړه شوې وه دهرات دوالي مرستيال محي الدين نوري دکهسان ولسوالۍ دامنيت او ددغې ولسوالۍ دپرمختيايي پروژو دهراړخيز ارزښت په باب خبرې وکړې او له دولت سره يې  د خلکو دنږدې  همکاريو غوښتنه وکړه .  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته