خبرونهټولنه

په زابل کې ۵۰ بې وزلو کورنیو ته د چورګوړو اېستلو ماشینونه ورکړل شول

کابل، د زمري ۱۱ مه، باختر

په زابل  کې د اکرو موسسې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۵۰ بې وزلو کورنیو ته د چرګوړو د تولید ماشینونه ورکړي دي.

د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر، له (یو. این. ایچ. سي. آر) او (اکرو) موسسو له استازو، نه وغوښتل چې په زابل کې دې ورته مرسته لا ډېرې کړي تر څو په ټولنه کې بې وزلي له منځه لاړه شي.

د اکرو موسسې مسؤلینو، باختر آژانس ته وویل، چې  هرې کورنۍ ته یو دانه د چورګوړو د تولید ماشین، یو ۱۰۰ امپیره سولر ،۱۰۰ کیلو د چرګوړو مخصوص غذایي مواد، ۱ د شمسۍ چوکاټ او د اړتیا ګڼ اسباب ورکړل شول.

په ورته وخت کې د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر د یادې مرستې په ورکړه خوښي وښوده او د مرسته اخېستونکو کورنیو څخه یې غوښتنه وکړه چې د یادو ماشینونو او سامان آلاتو څخه دې د خپلو کورنیو د اقتصادي وضعیت د بهبود لپاره ګټه واخلي تر څو په راتلونکي کې د احتیاج څخه خلاص او پر ځان بسیا شي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا