خبرونهامنیت

په زابل کې ۶ تنه د جنایي جرمونو په تور ونیول شول

 کابل، د زمري ۹ مه، باختر

د زابل امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې ۶ تنه د بېلا بېلو جرمنو په تور نیولي دي.

د زابل امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو مدیریت له لوري ۳ تنه د اخلاقي فساد او ۳ تنه د غلا په تور نیول شوي دي، د یاد مدیریت مدیر عصمت الله کرامت باختر اژانس ته وویل، چې یاد کسان  یې په مرکز کلات کې هغه مهال ونېول چې په ټولنه کې يي غیر اخلاقي کارونه کول.

دغه مدیرت وایي چي له یادو کسانو یي درې تنه د موټرسایکل د غلا په تور نېولي، چي  نیول شوي کسان به ډېر ژر قضايي او عدلي ارګانونو ته معرفي کړي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا