خبرونهښوونه او روزنه

په زابل کې ۹۴۰ سیمه ییز ټولګي جوړېږي

 کابل، د وږي ۲۹ مه، باختر

د زابل سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې نړیوالې موسسې ۹۴۰ سیمه ییز ټولګي جوړوي.

دغه څرګندونې د نړیوالیو موسسو مسوولینو د زابل د ولایتي ادارې له چارواکو سره په کتنه کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په زابل کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۰۱ کاریزونه په بشپړه توګه ، ۹۰۰۳ کورونه او ۵۲ ښوونځي او ۳  لوی پلونه په قسمي توګه ویجاړ شوي او ۳۳ تنه  شهیدان،۸۴۱ تنه  ټپیان او  ۹۰۳۱ کورنۍ بېځایه شوې دي.

په همدې حال کې د جنوب زون لپاره د ملګرو ملتونو مشر او د یادو موسسو  استازو ویلي چې په زابل کې د کار په بدل کې د خوړو ورکړې پروګرام په اډانه کې ٥٠٠  کورنيو لپاره د کار زمینه برابروي.

هغوی زیاته کړې چې په پلان کې لري چې په دغه ولایت کې ۹۴۰ سیمه ییز ټولګي هم جوړ کړي.

سالاري/ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا