سیاست

تبصــــره :

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٧ :
دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ اوسنۍ اړيکې دسيمه ييزې همکارۍ  ، همغږۍ  او دښه ګاونډيتوب څرګنده بيلګه ده چې کيداى شي دسيمې دنورو هېوادونو لپاره يوه بيلګه او الګو وي .
دباخترآژانس مبصرليکي :  کابل  وړمه ورځ   دترکمنستان دجمهوررييس قربان قلي بردي محمدووف  کوربه و.
کابل ته دښاغلي محمدووف دسفر په بهېر کې ددواړو هېوادونو ترمنځ دهمکارۍ پنځه تفاهم ليکونه او ګډه اعلاميه لاسليک شوه چې  له ترکمنستان څخه افغانستان ته   دانر ژۍ  دصادراتو زياتوالى ،. د دواړو هېوادونو ترمنځ دسوداګرۍ دحجم زياتوالى ، دګازو او دغاليو دصنعت په برخو کې همکاري ، دافغانستان دخاوې له لارې له ترکمنستان څخه تاجکستان ته داوسپنې دپټلۍ غځول  او دپيسو دوينځلو مخنيوى  په کې شامل دي.
دغه راز ددواړو هېوادونو په يوه ګډه خبري غونډه کې دهمکارۍ دپراختيا  دسيمه ييزو اړيکو او همکاريو دلازيات ټينګښت په اړوند خپل نيتونه  څرګندکړل او دترکمنستان لوري  يوځل بيا  په افغانستان کې  په جګړه کې دلتاړو  اړخونو ترمنځ دسولې دخبرو  دکوربه توب لپاره  خپل تيارى څرګند کړ او ژمنه يې وکړه چې په افغانستان کې دسولې اوټيکاو دتامينولو په برخه کې همکاري کوي اوپه راتلوونکي کې  داستانبول دبهېر دغونډې کوربه وي.
دترکمنستان جمهور رييس په ډاګه وويل : موږ به دافغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې پرته په بيلابيلو برخو کې له دغه هېواد سره همکاري او مرسته وکړو او هغه څه  چې موږ ته طرحه دي متقابل درناوى دى چې دواړه هېوادونه په دې کار ژمن دي.
ده درغنده خبرو او سياسي لارې اودملګروملتود سازمان ترڅارنې لاندې په افغانستان کې دشتو اختلافونو اوستونزو په حل کولو باندې ټينګار وکړ او ويې ويل  چې دسيمې هېوادونه دې بايد ټول  په ګډه دتروريزم اوبنسټپالنې په وړاندې مبارزه وکړي.
افغان سياسي کارپوهان وايي چې افغانستان ته  دترکمنستان دجمهوررييس سفر ښه پيغام له ځان سره درلود. دملاتړ پيغام ، دښه ګاونډيتوب پيغام او دزغم او همکارۍ پيغام .
ترکمنستان  له هغو هېوادونو څخه دى چې تل يې زموږ دهېواد اوخلکو په نسبت   په مثبت نظر سره کتلي دي او تل يې هڅه کړې ده  چې په افغانستان کې  کړکيچونه  او ستونزې کمې شي   او هيڅکله  په دغه هېواد کې دخاصو ګټو  په لټه کې نه دى.
ترکمنستان دافغانستان داقتصاد لپاره ديوښه تجارتي شريک په توګه تبارز  کړى دى . ترکمنستان افغانستان ته دوارداتي بريښنا يوه سرچينه ده  .
دغه راز دغه هېواد افغانستان ته دتيلو اوګازو دانرژۍ په صادرولو کې  مخکښ دى . دسيمه ييزو همکاريو دودې لپاره  جدي علاقمندي لري په همدې دليل دتاپي دپروژې په عملي کولو باندې چې ددغه هېواد ګاز دافغانستان له لارې  هند اوپاکستان ته ليږدوي  ، ټينګار کوي.
دغه راز دافغانستان له خاورې  له ترکمنستان څخه دتاجکستان په لور داوسپنې دپټلۍ دغځولو دپروژې طراح دى. که چيرې دغه پروژه  عملي اړخ ځانته غوره کړي  نه يوازې افغانستان به دمنځنۍ آسيا له هېوادونو سره دسياسي او اقتصادي همکاري نوي فصل ته ورسيږي بلکې دافغانستان پرمخ يو بل  ترانزيتي تګلورى پرانستل کيږي  او افغانستان  له هغو هېوادونو سره  له ترانزيتي تړلتيا څخه  خلاصون مومي چې سوداګري او ترانزيت يې په افغانستان کې له خپلو ستراتيژيکي  هدفونو اوسياست سره غوټه کړي دي.
له ترکمنستان او دمنځنۍ آسيا له نورو هېوادونوسره دافغانستان ښې اړيکې  او دسيمه ييزې همکارۍ په پراختيا باندې افغانستان ټينګار او دناسالمو سياسي سياليو پرځاى دافغانستان  د ودې غوره والي هېواد او سيمې ته ددې زمينه برابره کړې ده  چې فرصت پيژندونکي واوسي  چې  بايد له ناپيژندلو څيزونو سره تمرکز ونه کړي  بلکې  دحالت  او دزمانې دحکم تابع واوسي .
اوسنى وخت همغږۍ ، متقابل درک او ديوبل په منلو ټينګار کوي بلکې  دتروريزم اوبنسټپالنې په ګډون ناوړو پديدو  د ارزښتونو دله منځه وړلو په لور لاس غځولى دى او يوازې ديو بل ترڅنګ دريدل او ديوبل ګټو ته درناوى کولى شي دغه ارزښتونه وساتي.
دافغانستان خلک هيله لري لکه څنګه چې دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ پوله  ، دسولې دپولې په نامه ياديږي  دغه تعريف زموږ دهېواد په جنوبي جغرافيا کې هم دپښې دايښودلو ځاى  پيدا کړي او نور افغانستان  داقتصادي فعاليتونو او همکاريو لپاره ځاى وي نه دتروريزم اوبنسټپالنې او دنيابتي  جګړې دصادرولو لپاره ځاى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته