کابل / د غبرګولي ٢٧ مه / باختر
څه دپاسه ٢زره ليتره کيمياوي توکي چې د نشه يي توکو په جوړولو کې ورڅخه استفاده کېږي؛ پرون په نيمروزکې ترلاسه شول.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ابراهيم اميني باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبانو په عملياتوکې څه دپاسه دوه زره ليتره (فورميک اسيد) تېزاب د زرنج په مربوطاتو کې له يو سراى څخه کشف او ضبط کړل.
هغه زياته کړه چې له دغو موادو څخه د نشه يي توکو په توليد او پروسس کې استفاده کېده.
پاى ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ