نړۍ

د پاکستان درې تنه امنيتي ځواکونه په جنوبي وزيرستان کې ووژل شول

واټه- دان- باختر د وږي دمياشتې ٤
په جنوبي وزيرستان کې د پلټنې په يوې پوستې د مليشو د بريد له امله د پاکستان درې تنه امنيتي ځواکونه ووژل شول .
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:
مليشو د جنوبي وزيرستان په (لدها) سيمه کې د پلټنې په دغې پوستې بريد وکړ چې له امله يې درې تنه پاکستاني ځواکونه ووژل شول.
ويل کيږي؛ يرغلګرې مليشې له بريد وروسته وتښتيدلې.
لدها د وزيرستان په خپلواکه سيمه کې موقعيت لري چې د القاعده او طالبانو زياتره پټنځي پکې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته