امنیت

په زرمت ولسوالۍ کې ۶ تنه طالبان وژل شوي

ګردیز باختر د وږي ۱۷ مه
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په  ملایانو سیمه  کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه د غوڅ ملاتړ د هوايي برید  په  ترڅ کې وژل شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه  یېز خبریال ته وویل،چې په ترسره شوي برید کې د طالبان یوه اندازه وسلې  او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
ویل کېږي په دغه برید کې  ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته