اقتصاد

دافغانستان صادراتو زياتوالى موندلى دى

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٥  :
دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت وايي  چې دافغانستان صادرات دتيرکال په پرتله زياتوالى موندلى دى.
دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخې :  دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت ويندوى وحيدالله غازي خيل رسنيو ته وويل ،  چې په ٢٠١٢ ميلادي کال کې زموږ دهيواد صادرات  ٦٢ مليونوډالرو ته رسيده   خود روان کال دشپږو مياشتو په بهيرکې دغه رقم  سلو مليونو ډالرو ته لوړ شوى دي .
غازي خيل زياته کړه   چې دافغانستان عمده صادراتي اقلام  سابه ، تازه  او  وچه ميوه  ده  اوهيله  لرو چې د روان کال ترپايه   زيات عايدبه  دغه صادراتي اقلام وي.
دغه راز نجلا حبيب ياردافغانستان دصادراتود پراختيا ادارې رييسې ويلي دي   چي دهيواد صادرات  دکرنې په برخه کې په سلو کې شپيته زياتوالى موندلى دى  چې دغه طبيعي نباتي محصولات  ، وچه ميوه او  تازه ميوه عمده  توکي دي.
دې زياته کړه  چې زعفران دافغانستان په زيات عايداتي بوټي تبدل شوى دى چې اوس يې کرکيله په هرات کي زياته ده او دافغانستان زعفران دنړۍ په بازارونو کې ښه ځليدلى دى.
دغه راز ميرمن حبيب يار  دنړۍ په بازارونو کې دغاليو دصادراتو دزياتوالي يادونه وکړه او ويې ويل  دافغانستان غالۍ چې پخوا يې  خپل بازار له لاسه ورکړى و، اوس دنړۍ په  کچه ښه سيالي کولاى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته