امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په هلمندکې ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
دوه تنه وسله وال طالبان پرون د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل: دملي اردو ځواکونو د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د وسلو يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي ترلاسه شول.
ديوبل خبرله مخې: د ملي دفاع وزارت د خاصو قطعو د ځواکونو په هغو ځانګړو عملياتوکې چې تېره شپه د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د وسله والو طالبانو د ډلې يو سرګروپ د مهماتو د ليږدونې په وخت کې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته