فرهنګ

اطلاعاتو ته دلاسرسۍ کميسيون دغړو دټاکنې دکيمټې دفعاليت لايحه تصويب شوه .

کابل باختر د تلي اتلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې صافۍ  په مشرۍ اطلاعاتو ته دلاسرسۍ دکميسيون  دغړو دټاکنې د کميټې  غونډه  نن  جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې اطلاعاتو ته دلاسرسۍ  دکميسيون دغړو دټاکنې دکميټې دفعاليتونو دلايحې په باب خبرې اترې وشوې او دکميټې دغړو له خوا دنظريو اوپيشنهادونو له وړاندې کولو وروسته دټاکنې دکميتې دفعاليتونو لايحه تصويب شوه .
دغه راز په دې غونډه کې اطلاعاتو ته لاسرسۍ  په کميسيون کې دغړيتوب په خاطر دمقاضيانو  دلست دترتيب او تنظيم په باب  چې کميټې ته رسيدلې دى هم کار وشو
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرسې  دټاکنې کميټې داصولو او طرز العمل له په پام کې نيولو سره دکار دبهير په ګړنديتوب ټينګار وشو .
  ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته