ټولنه

په دايکنډي کې د ٢٥ کيلومترو په اوږدوالي سړک دجوړولو کار پيل شو.

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
د دايکنډي ولايت دکليو دبياجوړولو دپراختيا رياست له لارې په ٢٥ کيلومتره سړک دکريړ اچولو کار ددغه ولايت دسيمه ييزو مقاماتو په وړاندې تيره اوونۍ په ګيټي ولسوالۍ کې پيل شو.
د دايکنډي ولايت دکليو دبياجوړولو پراختيا رييس انجينير محمد رضا پيمان باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغه سړک د ٢٥ کيلومترو په اوږدوالي دګيټي ولسوالۍ دتنور له کلي څخه دغور ولايت دپسابند ولسوالۍ په لور دلارو جوړولو او ملي پروګرام له بودجې څخه ديوسلو پنځه ويشتو ميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي چې د دايکنډي ولايت دغور له ولايت او بيا دهرات له ولايت سره نښلول کيږي.
ويل کيږي : ددغې پروژې تړون دګيټي ولسوالۍ له څلورو پرمختيايي شوراګانو او دغور ولايت دپسابند ولسوالۍ له شپږو پرمختيايي شوراګانو سره شوى دى چې په اتلسو کاري مياشتو کې به يې کار بشپړ شي او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته