ورزش

دفجر او دامرخيل ټيمونو په خپلو سيالانو بريالي شول

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١٥ :
د شپاړلس کلنو دفوټبال سيالۍ نن  په دوو لوبو سره په  کابل کې دوام وکړ .
دکابل دفوټبال فدراسيون  مرستيال عبدالبصير قيومي دباخترآژانس خبريال ته وويل : لومړۍ لوبه  دستاره فجر او دانصاري دټيمونو ترمنځ وشوه  چې ديوې په وړاندې په دريو سره  دستاره فجر دټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دامرخيل دفوټبال ټيم ددوو په وړاندې په پنځو سره  دشمشاد ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ  درې ورځې مخکې ددولسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوي دي  چې هره ورځ په دوو لوبو سره دوام  کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته