نړۍ

دپاکستان خبري منابع: په پاکستان کې د پوځي کودتا د خطر احتمال

اسلام اباد باختردسلواغي دولسمه :
دپاکستان خبري منابعو خبر ورکړ چې دپاکستان په ګډون دنړۍ څلويښت هيوادونه په ٢٠١٤ميلادي کال کې د دولت د راپرځيدو او د پوځي کودتا له احتمالي خطر سره مخامخ دي.
د ايران دولتي خبري آژانس د پاکستان دخبري منابعو له خولې پرون خبرورکړ چې په پاکستان کې د پوځي کودتا د خطر دليل د اردو يو اړخيز والى او د مطلقو اختيارونو لرل دي او کودتا په هيوادونوکې دموکراتيکو بنسټونوته زيان رسوي او د اړو دوړ او افراط پالنې د رامنځته کيدو سبب کيږي.
د پاکستان اردو ژبې ورځپاڼې اکسپرس او جنګ  په دې باب د امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پست له خولې ليکي چې د پاکستان اودځينو افريقايي هيوادونوپه ګډون دنړۍڅلويښت هيوادونه په ٢٠١٤ ميلادي کال کې دپوځي کودتا له احتمالي خطر سره مخامخ دي. خو دغه موضوع هيڅ يوه هيوادته په زړه پورې نه ده. ځکه په دغه حالت سره قانون کمزورى کيږي او د ولسواکۍ نظام له اړو دوړ سره مخامخ کيږي.
د يادونې وړده چې په پاکستان کې وروستۍ پوځي کودتا د١٩٩٩ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې د وخت د جمهور رييس جنرال پرويز مشرف له خوا د هيواد د اجرائيه رييس په توګه د اردو د قوماندانۍ په ساتنې سره د پاکستان د وخت د صدراعظم نوازشريف د حکومت په ګوښه کولوسره ترسره شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته