(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په سالنګونو کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د غبرګولي ۳مه، باختر

د ټولګټو وزارت په یوې خبرپاڼې کې راغلي چې، تېره شپه د جنوبي سالنګ په اولنګ سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله یو مسافر وړونکی موټر له ټېلر سره ټکر شوی، چې له امله یې یوه مېرمن مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

له پېښې سره هم مهاله د سالنګونو د ساتنې او څارنې پرسونل سیمې ته ځان رسولی او ټپیان یې د تداوي په موخه نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدولي دي.

د ټولګټو وزارت، له ټولو موټر چلوونکو څخه په ټینګه غواړي، چې له دا ډول پېښو څخه د مخنیوي په پار؛ د سالنګ په شمول د هېواد له ټولو لویو لارو کې پوره احتیاط څخه کار واخلي، ترافیکي قوانین مراعت او  لارښوونې دې په پام کې ونیسي.

د یادونې وړ ده، نن ورځ په سالنګونو کې هوا ورېځ ده او یاده لویه لاره د ترافیکي وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده،

اندړوال،ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا