خبرونهټولنهTOP

په سالنګ کې د اور لګېدنې له امله ۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر

د عامي روغتیا وزارت مسوولین وایي، چې تر دې دمه د سالنګ تونل د اورلګېدنې په پېښه کې نږدې ۵۶ مسافرو او موټرچلوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندرعباد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې سالنګ کې د ټېلر موټر د چپه کېدو او اورلګېدنې له امله د ۳۷ نه تر ۴۰ مسافر او موټرچلوونکي ټپيان شوي او ۱۶ نور مړه شوي، چې په ټپيانو کې د درې تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ډاکټر عباد وویل، چې د روغتیايي پرسونلو په هڅو سره د سالنګ د پېښې ټپيان پر وخت د بغلان، پروان، کابل او کندز ولایتونو مجهزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ورته مهال د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال عبدالکریم فاتح باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې د سالنګ د لویې لارې د خلاصون په موخه يې چټک عملیات روان کړي او هڅه کوي، چې نن یې د مسافرو پر مخ خلاصه کړي.

اندړوال\ص

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا