امنیت

يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول

کابل باختر د مرغومي دويمه :
امنيتي ځواکونو د يولړ چاڼيزوعملياتو په بهيرکې يو وسله وال طالب وواژه او دوه تنه نور يې ونيول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات د امنيتي ځواکونو له خوا د تيرو څليرويشتوساعتو په بهيرکې د هرات، ميدان وردکو، زابل، فارياب، کندز او دلغمان د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې يو وسله وال طالب ووژل شواو دوه تنه نور يې ونيول شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
  ديوبل خبر له مخې: دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسومنسوبينوپرون دوه تنه تنه دکابل ښار د دريمې او لسمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې د غلا په تور ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته