کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
د تالقانو ښار د سرای سنګ ۷۰۰ کورنۍ له برښنا څخه برخمنې شوې.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د ۱۶۰ کيلو ولټه برښنا په ظرفيت د تالقانو ښار په سرای سنګ سيمه کې د درېيو ترانسفارمرونو په درولو سره ۷۰۰ کورنۍ له برښنا خخه برخمنې شوې .
دغه ترانسفارمرونه نن په رسمي ډول د تخار د والي فضل الله مجددي له خوا پرانستل شول .
مجددي د دغو پروژو بشپړېدل د تخار د برښنا رياست د کارکوونکو د پرله پسې کار او هلوځلو او د سيمې د خلکو د مشارکت زيږنده وبلله او له خلکو څخه يې وغوښتل چې د دغو ترانسفارمرونو ساتنې او څارنې ته زياته پاملرنه وکړي .
دغه ترانسفارمرونه د ١٤ ميليونو افغانيو په لګښت چې څه ناڅه يو ميليون افغانۍ يې د سيمې د مشرانو له خوا ورکړ شوې دي، درول شوي دي .
د سيمې اوسيدونکو د ملي وحدت له حکومت او د تخار د سيمه ييزې ادارې څخه مننه او قدرداني وکړه .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل