امنیت

په کابل کې دځانمرګي بريد له امله څلور تنه شهيدان شول .

کابل باختر دليندى  شلمه :
دکابل ولايت دپغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن سهار دځانمرګي بريد له امله څلور تنه شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول .
دکورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش دباختراژانس خبريال ته وويل: نن سهار دنهوبجو اوشلو دقيقو په شاوخوا کې يو ځانمرګي بريد دپغمان ولسوالۍ په قلعه حيدر خان ساحه کې وشو چې له امله يې څلور تنه شهيدان اوشپږ تنه نور ټپيان شول .
دانش زياته کړه  تراوسه پورې روښانه نه ده چې دځانمرګي بريد کوونکې موخه څه وه او قربانيان څوک دي په دې باب څيړنې پيل شوې دي  خو عيني شاهدان وايي چې  دځانمرګي يرغلګر موخه دپوځيانو دسپرلۍ کاروان و چې له ساحې  څخه تيريدل
ويل شوي دي چې په دې پيښه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان اوښتې دى ښايي چې قربانيان له څلورو تنو څخه زيات وي .
ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته