امنیت

په پکتيکا ولايت کې د طالبانو ترنفوذ لاندې سيموکې ماشومان دې ته اړ ايستل کيږي چې په اردو ژبه زده کړه وکړي.

کابلباختر داسد٥
د جنګ او سولې انستيتوت په يو رپوټ کې ليکلي دي چې په پکتيکا ولايت کې د طالبانو ترنفوذ لاندې سيموکې د دولتي ښوونځيو د نشتوالي په خاطر ماشومان دې ته اړ ايستل کيږي چې په اردو ژبه زده کړه وکړي.
دباخترآژانس دخبر له مخې سيمه ييز اوسيدونکي وايي: په دغو سيموکې که چيرې دوى د افغانستان دپوهنې وزارت درسي رسمي کتابونه ولولي،طالبان دوى سخت مجازات کوي.
په دې رپوټ کې د نورآباد دکلي دمولوي سيدمحمد د ليسې د اتم ټولګي د زده کوونکى عمران خان په نامه دپنځلس کلن هلک له خولې چې دپوهنې وزارت ثبت او راجستر نه دى او په هغې کې دپاکستان تعليمي نصاب لوستل کيږي، ويل شوي دي چې دى په دې باب چې د افغانستان په تاريخ پوهيږي؛ وياړي.
رپوټ زياتوي چې عمران خان دپشتو پرځاى چې مورنۍ ژبه يې ده، په اردو ژبه زده کړه کوي.
کله چې له عمران خان څخه دپاکستان د ايالتونو په باب پوښتنه وشوه، ده په ډاډ سره وويل چې څلور ايالتونه لري، سند، پنجاب ، خيبر پښتونخوا او بلوچستان . کله چې له ده څخه پو ښتنه وشوه چې پاکستان څه وخت خپل استقلال ترلاسه ک؟ ده له ډيل پرته وويل چې د١٩٤٨ کال د اګست په ١٤.
په رپوت کې زياته شوې ده: کله چې کټ مټ پوښتنې له عمران خان څخه د ده د هيواد د تاريخ په باب وشوې؛ حيران او بې ځوابه و. دى په دې نه پوهيده چې افغانستان څه وخت خپل استقلال ترلاسه کړى دى او فکر يې کا وه چې افغانستان يو ويشت ولايتونه لري . عمران خان دافغانستان د موسس احمدشاه بابا په باب هم دومره وويل چې نه پوهيږي.
ددغه شان ماشومانو ميندې او پلرونه  له دغه شان حالت څخه نا خوښ دي او ويره لري چې ماشومان به يې په را تلونکې کې خپل افغاني هويت له لاسه ورکړي.
رپوټ په دوام کې ليکي چې دغه ښوونځي د پاکستان د دولت له خوا نه تمويليږي،  خو کارکوونکي يې هغه کسان دي چې په پاکستان کې يې زده کړه کړې ده او ددغه هيواد وارداتي کتابونه په زده کوونکو لولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته