فرهنګ

فاضل سانچارکي : دخوراکي مصونيت او تغديې لپاره خلکو ته پوهاوى ورکول کيږي

کابلباخترد مرغومي دمياشتې ١٠ نيټه :
دخوراکي مصونيت او تغذيې دملي اجندا دعامه پوهاوي او دعدالت غوښتنې کاري ډلې نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست  فاضل سانچارکي په مشرۍ غونډه وکړه.
دباخترآژانس دخبريال  د خبرله مخې ؛ دغونډې په پيل کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين اوسرپرست فاضل سانچارکي  ددغې  کاري ډلې دتيرې  غونډې  نتيجې وڅيړلې او ويې ويل ؛ چې بايد له مدني ټولنې څخه يو تن  ددغې ډلې دمرستيال په توګه انتخاب شي .
سانچارکي ټينګاروکړ چې دعامه پوهاوي  او عدالت  غوښتنې دستراتيژۍ   دتدوين کار دې  ګړندى شي  چې دهغه په  چوکاټ کې  خلکو ته عامه پوهاوى ترسره شي.
ددغې ډلې غړو  دخوراکي مصوونيت  او تغذيې په  خاطر  دخلکو دپوهاوي دڅرنګوالي په باب خبرې وکړې او وړانديز يې وکړ چې   دلا ښه پوهاوي په  خاطر دې  په راتلوونکي غونډه کې دخصوصي رسنيو استازو ته د ګډون بلنه ورکړا ى شي .
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې غړي  وزارتونه او ادارې دې بايد   دخوراکي مصونيت او دتغذيې  دملي اجندا درواجولو په لاره کې  په خپلو ادارو کې  دهمغږۍ واحدونه  جوړ کړي  او ددغو بنسټونو استازي دې  په راتلوونکي  غونډه کې د چارو  دپرمختګ رپوټ ورکړي.
پاى ف   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته