امنیت

په تيرو څليروويشتو ساعتوکې نهه څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې ديرشمه :
په تيرو څليرويشتو ساعتوکې دملي اردو او دامنيتي ځواکونو  دګډو چاڼيزو عملياتو په بهير کې نهه څلويښت تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دوه څلويښت تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : په هغو عملياتو کې چې  دغزني ولايت  د ګيلان ولسوالۍ په عمر کلي کې  ترسره شول يو وسله وال مخالف ووژل شو او نهه تنه نور ټپيان شول .
په همدې ترتيب  دغزني ولايت  دمقر ولسوالۍ دګودل ،  لړم او خري په کليو کې دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
  دملي اردو  دځواکونو په هغو عملياتو کې چې دميدان وردګو ولايت دچک ولسوالۍ دتنګي سيدان  او دکوبت او دنرخ ولسوالۍ په تيتمورکې ترسره شول شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اووه موټرسايکلونه يې  دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلل .
  دغه راز دبغلان ولايت  دډنډ شهاب الدين  دمياګل کلي او دبغلان ولايت دنورو سيمو په مربوطاتو کې  دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې اوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او څوارلس تنه نور يې ټپيان شول.
په ټپيانو کې  دحقيار په نامه  دډار اچوونکو يومشر هم شامل دى .
دغه راز دبغلان ولايت  دډنډ غوري دخانخيلو په سيمو کې ددغو عملياتو سره جوخت  دهوايي ځواکونو دبريد له امله  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوه ماشينګڼه  ويجاړه شوه .
  دغه راز دبادغيس ولايت دآبکمري ولسوالۍ د چا سنګي ، بره خانه ، نهراب او دخزک  په سيمو کې دامنيتي ځواکونو دګډو هوايي او ځمکنيو عملياتو په بهير کې  څلور تنه  ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله اومهمات هم ترلاسه شوي  او په لسګونه ماينونه کشف  او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته