سیاست

په پاکستان کې دافغانستان دسفير څرګندونې .

اسلام اباد باختر د وري نهه ويشتمه :
په پاکستان کې دافغانستان سفير عمر زاخيل وال روان ميلادي کال دکابل او اسلام اباد ترمنځ داړيکو دسړښت دپاى کال  بللى دى .
  دايران د دولتي خبري اژانس دانترنټي سايټ دخبرله مخې ،  عمر زاخيل وال پرون  دپاکستان  له يوې خبري شبکې سره  په مرکه کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالي  دهيڅ لوري  په ګته  ونه بللې او ويې ويل  چې ددواړو هېوادونو ترمنځ  وروستي تاوتريخوالي  ددواړو هېوادونو سوداګرو ته د زيات زيان  سبب شوى دى .
  څرنګه چې  دافغانستان اوپاکستان  دسوداګرۍ حجم  په وروستيو پنځو کلونو کې له پنځو ملياردو ډالرو څخه  يو نيم ملياردو ډالروته  کمښت موندلى دى .
زاخيل وال  دافغانستان او پاکستان ترمنځ  دزياتوسياسي ، اقتصادي او پارلماني  هيئتونو  د تګ راتګ غوښتنه وکړه او ويې ويل چې ددغه شان هيئتونو تګ راتګ  ددوه اړخيزو اړيکو دښه والي له بهيرسره مرسته کوي .
  دهمدې خبرله مخې ، ټاکل شوې ده  دپاکستان يو پارلماني هيئت  په نږدې ورځو کې افغانستان ته سفر وکړي .
  زاخيل وال  دغه راز په دې باب چې دافغانستان له خاورې  څخه دهندوستان له خوا  دپاکستان پرخلاف  استفاده کيږي  دپاکستان دادعاګانو په باب څرګنده کړه چې افغانستان هيڅکله  ثالث  هېوادته  اجازه نه دى ورکړى او وربه نه کړي .  چې ددغه هېواد له خاورې څخه  دپاکستان پرخلاف  اقدام وکړي .
  ده دغه راز  له اسلام اباد څخه وغوښتل دهغو پوځي مليشو دمخنيوي لپاره چې په ازادانه ډول په پاکستان کې شتون لري او دافغانستان پرخلاف تروريستي فعاليتونه ترسره کوي  جدي اقدامات ترسره  کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته