بغلان باختر دزمري دمياشتې ١٠ :
دپوليسو يو افسر په بغلان کې شهيد کړاى شو .
دغه افسر د سرخ کوتل تيپې د محافظت د پوليسو په صفر_ ١٢ قطعې پورې اړه درلود او هغه وخت شهيدکړاى شو چې د پوليسو زغروال موټر د پلخمري ښار د سرخ کوتل ساحې ته څېرمه په سړک کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
په دې پيښه کې شپږ تنه نور پوليسان ټپيان شول او د پلخمري روغتون ډاکترانو د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
يوکال مخکې هم په همدې ساحه کې د سرخ کوتل د تاريخي ساحې د ساتوونکو زغروزال موټر په ښخ کړاى شوي ماين وخوت او څو تنه ټپيان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ