امنیت

د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ د امنيت په مدير بريد وشو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
د بغلان ولايت د دهنه غوري ولسوالۍ په مرکزکې نن د ماين د چاودنې له امله يو ملکي وګړى او اووه تنه پوځيان ټپيان شول .
د دهنه غوري ولسوال خان زاده مظلوميار د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو يو ماين چې د لرې واټن څخه کنتروليده او په يو موټر سايکل کې يې ځاى پرځاى کړى و او د دهنه غوري ولسوالۍ په مرکز يې وچاوه.
خبرځاى زياته کړه: په ټپيانو کې د دغې ولسوالۍ د امنيت مدير عبدالحکيم هم شامل دى.
مظلوميار زياته کړه: د دغې چاودنې هدف د دهنه غوري ولسوالۍ د امنيت په مدير ناوړه قصد و چې هغه ټپي شوى دى.
دبغلان دعامې روغتيا رياست د خبري څانګې د مسوول ډاکتر شاه محمد هوفياني د څرګندونو له مخې: د دغې پيښې د دريو تنو ټپيانو روغتيا حالت خراب دى چې د درملنې لپاره د پلخمري روغتون ته وليږدول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته