فرهنګ

عبدالباري جهاني: ترکيې په سختو ورځوکې د افغانستان د خلکو ملاتړکړى دى

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٥
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن په افغانستان کې د افغان– ترک د ښوونځيو له لوى رييس نعمان اردوغان سره وکتل.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د دغې کتنې په پيل کې په افغانستان کې د افغان – ترک د ښوونځيو لوى رييس په افغانستان کې د دغه بنسټ د فعاليتونو لنډ رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل: په شپږو ولايتونوکې د افغان – ترک شل ښوونځي او ليسې شته چې په ټوليزه توګه په هغوکې پنځه زره تنه زده کوونکي په زده کړې بوخت دي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د دې ترڅنګ چې د دغه بنسټ کارونه يې وستايل؛ ويې ويل: د افغانستان او ترکيې دوستي تاريخي او فرهنګي جرړې لري، د افغانستان خلک ترکيه خپل دويم کور بولي او په همدې ترتيب د ترکيې خلک هم دغه شان فکرکوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير د څرګندونو له مخې: ترکيې په سختو ورځوکې د افغانستان د خلکو ملاتړکړى دى .
عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د مقابل لوري د همکارۍ غوښتنه وکړه. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته