(PS)خبرونه(PS)امنیت

په سرپل کی ۱۸ میله وسلې کشف او ترلاسه شوې

 کابل، د وري ۲۲مه، باختر

د سرپل د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې ۱۸ میله بېلابېلې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند دین محمد نظري باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت امنیه قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې منسوبینو د بېلابېلو کشفي عملیاتو په ترڅ کې په مرکز او ولسوالیو کې ۱۸ بېلابېلې وسلې نیولې، چې په کې ۹ کلاشینکوفونه، ۳ تومانچې، یو راکټ او ګڼ شمېر نورې وسلې شاملې دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه میله وسلې کشف او ترلاسه شوې وې.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا