فرهنګ

د لغمان له عامه کتابتون سره مرسته وشوه

کابل باختر د ثور  څلورمه :
د هېواد يو تن شاعر او څيړونکى د لغمان ولايت له عامه کتابتون سره دکتابونو مرسته وکړه .
استاد شهسوار سنګروال د ادب، فرهنګ، تاريخ، سياست او د آفاقي معلوماتو په برخه کې ٢٠٠ ټوکه کتابونه د لغمان ولايت له عامه کتابتون سره مرسته وکړه.
د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه شاعر له خوا مرسته شوي کتابونه د لغمان ولايت عامه کتابتون بډاى کوي .
ده  د دغه شاعر او څيړونکى ژوند، بډايو آثارو او فرهنګي کارونو ته په اشارې سره د ده دغه مرسته وستايله.
د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له ښاغلي سنګروال څخه مننه وکړه او له هنر او فرهنګ دوستو کسانوڅخه يې وغوښتل چې لاسونه ورسره ورکړي او د ټولنې په فرهنګي بډاينې او دپوهې دکچې د لوړولو په لاره کې هلې ځلې وکړي.
افغان شاعر او څيړونکى استاد شهسوار سنګروال وويل چې دغه راز به د علمي او روزنيزو مرکزونو د بډاينې لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي . 
دغه شاعر او څيړونکى مخکې له دې هم د لغمان ولايت د ښوونې او روزنې له پوهنځي سره د څلور سوه ټوکو کتابونو مرسته کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته