سیاست

جمهور رئیس غني د امریکا د سنا مجلس له پلاوي سره وکتل

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تير ماښام د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې د رئیس باب کورکر په مشري د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس له پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول له ترهګري سره د مبارزې او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په خاطرد دواړو هېوادونو د همکاریو د پراختیا په هکله بحث او خبرې وکړې.
دجمهور رييسد وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ.
سناتور باب کورکر د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره د خپل هېواد په ځانګړي ډول د امریکا دکنګرې په ملاتړ ټینګار وکړ او وې ویل، د ثبات د تامین، اقتصادي ودې او همدارنګه د اصلاحاتو په برخو کې د افغانستان دولت د اقداماتو ملاتړ کوو.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره  په نظامي او د اقتصادي ودې په برخو کې د مرستو د تداوم په خاطر د امریکا کنګرې د ملاتړ څخه مننه وکړه.
جمهور رئیس ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په ګډو ګټو او ګواښونو ولاړې دي.
محمد اشرف غني زیاته کړه، چې ترهګري پراخ سیمه ییز او نړیوال خطر دی، چې له دې پدیدې سره مبارزه سیمه ییزو او نړیوالو ستراتیژیکي همکاریو ته اړتیا لري او افغانستان له دغه خطر سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.
جمهور رئیس د دې کتنې په پای کې وویل، موثر هوایي ځواک ته د افغانستان د جدي اړتیا په دلیل ، موږ  د تجهیزاتو پوره کولو ته چې الوتکې او هلیکوپترې هم په کې شاملې دي اړتیا لرو او په دې برخه کې د امریکا او د هغه هېواد د کانګرس د همکاري غوښتونکي یوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته