امنیت

په بغلان کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ددوو کوچنيو نجونو ژغورنه

کابل باختر د تلي يو ويشتمه :
په بغلان ولايت کې  دوه کوچني نجونې دانسان تښتوونکي له منګولو څخه  وژغورلې شوې .
  پوليس وايي  چې  دغه سړي نجونې  له کابل څخه تښتولې وې  او غوښتل يې چې هغه  په بغلان ولايت کې  په خلکو وپلوري .
  دغه انسان تښتوونکي دپوليسو  په لومړنيو  څيړنوکې  ددغو دوو  کوچنيو نجونو په تښتونې  اعتراف کړى دى .
  ده دغه راز ويلي دي چې مخکې له دې يې  څلور تنه  کوچني نجونې تښتولې وې  چې دوه تنه يې  پلورلې  دي او په دوو تنو نورې يې په زور سره  نکاح کړې ده .
دبغلان والي  عبدالستار بارز ددغه انسان تښتوونکى  دنيولو او ددوو تنو تښتول شويو کوچنيو نجونو دژغورنې لپاره  دامنيتي ځواکونو  په وخت اقدام  وستايه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته