سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پنځلس ورځني راډيويي وينا .

بسم الله الرحمن الرحيم

  الحمد لله  رب العالمين  و صلوۀ وسلام علي خاتم النبين

  ګرانو هيوادوالو !   درنو   خويندو او وروڼو سلام عليکم و رحمت الله وبرکاته .

  د دوبي موسم شروع  شوى  دى او ورسره هوا هم ورځ تر بلي ګرميږي  داموسم لکه ژمي خپلې موسمي ناروغي لري که اتياط و نه کړو کوچنيان مو ډير ژر په ناروغي اخته کيداي شي ، ددغو موسمي ناروغي سره دمقابلې لپاره  له دوا او ډاکتر سربيره  مو  خپله هم کولى شو د ځينو تدابيرو په وسيله ددوبي په موسمي ناروغيو دکوچنيانو داخته کيدو مخه ونيسو .

 ګرانو هيوادوالو  !  په دوبي کې دهوا په توديدو سره په محيط کې مچان ډيريږي  کله کله يادونه هم راپيدا شي  چې دګرد او دود سربيره ، دمکروبونو دانتقال او دموسمي ناروغي لکه استفراق ، اسهال ، تب او نورو دپيداکيدو  لپاره زمينه ډيره شي . ددې لپاره چې دموږ کوچنيان  ددغې موسمي په ناروغيو اخته نشي تر ټولو دمخه ، بايد دګور او کوڅي  نظافت ته توجه وکړو  خپل کورونه  پاک وساتو څو په دې وسيله دمچانو او نورو حشراتو د ډيريدو مخه نيولي وي .

 کوچنيانو ته موبايد شب مانده  خواړه ورنه کړو ، دڅښکلو اوبو مو بايد پاکي وي اوکوښښ به وکړو چې اوبه وجوښو اوبيايې  په کوچنيانو  وڅښو ، په دې صورت کې مونږ خپله کولي شو تر ډيره حده خپل کوچنيان  د دوبي دموسمي ناروغيو له اخته کيدو وژغورو .

 درنو کورنيو !  داحتياط او دنظافت رعايت سره سره که موکله کوچنيان او دکورنۍ نور غړي د دوبي په موسمي امراضو اخته شي دوخت له زيات پرته يې ژر ترژره  نږدي کلينيک ته ورسوي ځکه ددوبي دموسمي ناروغيو له امله ناروغ اوبه ضايع کوي  يعني دبدن اوبه  ضايع کوي  او دبدن اوبه يې وچيږي او دبدن داوبو کمول ناروغ له  ډيرو خطرونو سره مخامخ کوي شي که چيري موکور او ډاکتر اوکلينيک نه لري وي  او هر وخت  خپل ناروغ روغتون ته نشو رسولي  کوښښ بايد وکړو چې خپلو ناروغ ته دڅښولي  پاک اوبه ورکړو او له اوبو سره  لږ مالګه او لږ بوره هم ورګډه کړو او په دې توګه کلينيک  ته تر رسيدو پورې دناروغ د بدن  داوبو د لږيدو  مخه ونيسو .

 درنو هيوادوالو !

  خپل ځاني  نظافت دکروونو اوکوڅو دنظافت ساتل په هر وخت کې ښه کار دى اوزموږ دروغتياله ساتنې سره هر وخت مرسته کوي خو په دوبي کې چې دوبايي  امراضو د خوريدو خطر   ډيريږي په کار دى چې خپل کورونه اوکوڅي تل پاک وساتو او د خپلو کورونو خاشاک او فاضله مواد په کوڅو کې  ونه غورځوو که په کلي کې ژوند کوو دکلي دباندې  يوسو اوکه په ښارونو کې اوسو دفاضله موادو مخصوصو  ځايونو ته  ورسوو او په دې ډول دخپلو کورونو ، کوڅو او دژوند د چاپيريال په پاک ساتلو سره  دخپل ځان خپلو کورنيو ، کوچنيانو او هيوادوالو د صحت او وقايې سره مرسته وکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته