کابل باختر دسلواغې ١٨ نيټه :
د کرکټ سراسري سيالۍ په ننګرهار ولايت کې پيل شوې .
په دغو سياليو کې له ننګرهار ولايت څخه ٣٣ لوبډلو ګډون کړى دى چې د بټي کوټ ولسوالۍ دکرکټ په لوبغالي کې پيل شوي دي .
د ننګرهار ولايت دکرکټ بورډ يو مسوول باخترآژانس ته وويل ؛ چې د دغو سياليو د ترسره کولو هدف د ځوانانو ترمنځ د کرکټ د ورزش وده او د دغې ورزشي څانګې د غوره څېرو پيژندل دي.
دغه سيالۍ به دوولس ورځې دوام وکړي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ