کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
په فراه ولايت کې دملي اردو مسوولينو ددغه ولايت په شيوان ولسوالۍ دطالبانو دپراخ بريد خبر ورکړ .
په فراه ولايت کې دملي اردو دځواکونو مطبوعاتي مسوول عبدالرووف رحماني وايي چې وسله والو طالبانو تيره شپه دشيوان ولسوالۍ د مرکز په ګډون ددغې ولسوالۍ په څو سيمو بريدونه وکړل چې ددواړو لورو ترمنځ دنښتې سبب شول .
رحماني زياته کړه : په دې جګړه کې چې لاتراوسه پورې هم دوام لري نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي .
ده دغه راز وويل چې ددغې نښتې په بهير کې دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دملي اردو دځواکونولاس ته ورغلي دي .
دفراه ولايت دافغانستان په لويديځ کې يو ناامن ولايت بلل کيږي او وسله وال طالبان ددغه ولايت په ځينو سيمو کې شتون لري .
0 1 دقیقه لوستل