خبرونهامنیت

په سرپل کې درې تنه د انسان تښتوونې په تور ونیول شول

 کابل، د زمري ۱۷ مه، باختر

د سرپل امنیتي ځواکونو یو تنکی خوان د انسان تښټوونکو له منګولو وژغوره او درې تنه یې په دې اړوند ونیول.

د را رسېدلو خبرونو له مخې، محمد ولي پرون د جوزجان د قوشتېپې ولسوالۍ له مربوطاتو څخه وتښتول شوی ړ او د سرپل د تاج ګذر په کلي کې ساتل کېده.

امنیتي ځواکونه نن سهار د ځانګړو عملیاتو په بهیر کې بریالي شول چې دغه تنکی ځوان د انسان تښتونکو له منګولو وژغوري او درې تنه  انسان تښتوونکي ونیسي.

د سرپل د پولیسو د امنیتي چارو مرستیال مولوي محمد عارف طاهر باختر آژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو دغه کسان د سیمې د خلکو په همکارۍ نیولي دي.

انسان تښتوونکو ویلي چې غوښتل یې د محمد ولي د آزادولو په بدل کې د هغه له کورنۍ څخه پیسې ترلاسه کړي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا