کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٩نيټه :
څلورسوه کورنيو نن په کندز ولايت کې مرستې ترلاسه کړې .
دباختر آژانس دخبرله مخې:
د قطر هېواد د سرې مياشتې دفتر له خوا دکندز ولايت د دشت ارچي او چهاردرې ولسواليو په ٤٠٠ بېوزلو کورنيو د يوميليون اوويا زره افغانيوپه ارزښت غوړي، وريجې، اوړه، لوبيا، بوره ، وچ جاى، خرما او مالګه وويشل شوې .
د دغو موادو د ويشلو په وخت کې دکندز والي عبدالجبارنعيمي او ددغه ولايت نورو مسوولانو هم ګډون کړى و.
پاى ذکرالله