فرهنګ

دافغانستان دمطبعو اتحاديه جوړه شوه .

کابل باختر دلړم  دمياشتې  څلورمه :
دافغانستان دمطبعو  اتحاديې نن دشتون اعلام وکړ .
دباختراژانس دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې له همدې امله دکابل دخدمتګارانو دبنسټ په دفتر کې جوړه شوې وه دافغانستان دمطبعو داتحاديې رييس عزيز الله ابراهيمي  وويل  دغه اتحاديه په هيواد کې د طباعتي  چارو دښه سمون په مقصد  جوړه شوې ده او يوسلو پنځوس مطبعې پکې غړيتوب لري .
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دازادۍ مطبعو رييس جلال نوراني  خبرې وکړې او ويې ويل داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دټولو چاپي بنسټونو دکارکوونکو په خدمت کې دى او دغه وزارت  دهغوى دستونزو په حل کولوکې همکاري کوي .
په  دې غونډه کې  دپوهنې وزارت معين ډاکتر شفيق  صميم  په خبرو کې وويل چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست له لارښوونې سره سم دپوهنې وزارت دښوونځيو  ټول درسي کتابونه دهيواد په مطبعو کې چاپوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته