ښوونه او روزنه

دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي کارکوونکو د کمښت دستونزې د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي

کابل – باختر دثور دمياشتې ١٣

په هغو درې سوه څلور څلويښتو تنو نجونو او هلکانو چې د عامې روغتيا وزارت د پوهاند غضنفر د روغتيايي علومو له انستيتوت څخه فارغ شوي دي؛ نن د فراغت سندونه وويشل شول.

په هغې غونډه کې چې له همدې امله د عامې روغتيا وزارت په تالارکې جوړه شوې وه؛ د عامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل خبرې وکړې ددغو ځوانانو فراغت يې په ښه توګه په هيوادکې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې يو ستر برياليتوب وباله او يې ويل: د عامې روغتيا وزارت د هيواد په کچه د روغتيايي کارکوونکو دکمښت د ستونزې د له منځه وړلو په مقصد له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي او په يقيني توګه د دغو ځوانانو فراغت تر يوې اندازې پورې کولاى شي د دغې ستونزې په لرې کولوکې رول ولوبوي.

د عامې روغتيا وزيرې څرګنده کړه چې د روغتيايي کارکوونکو روزنه کولاى شي په هيوادکې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه ټيټه کړي او له فارغانو څخه يې وغوښتل چې د خپلو اړو هيواد والو د روغتيااو سلامتيا د تامينولو په لاره کې په بشپړ صداقت او ايماندارۍ سره له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.

په دغو مراسموکې دعامې روغتيايي وزارت د پوهاند غضنفر د روغتيايي علومو د انستيتوت رييسې کيميا عزيزي وويل: په دې دوره کې درې سوه څلور څلويښت تنه ځوانان چې يو سلو يوپنځوس تنه يې نجونې دي؛ د عالي قابلګۍ، عالي نرسنګ، د غاښونو د برتيز، راډيولوژۍ، تکنالوژۍ، درمل جوړولوفزيوتراپى او د انستيزى په څانګوکې زده کړې کړې دي.

دې وويل: د دغه انستيتوت د جوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې څه دپاسه ديرش زره تنه ځوانان په بېلابېلو روغتيا څانګوکې روزلي دي او نماينده ګۍ يې د قندهار، هرات، مزارشريف، جلال آباد، لښکرګاه، فراه ، فيض آباد او دکندز په ښارونوکې جوړې شوې دي او د نجونو او هلکانو په ګډون په زرګونو تنه ځوانان په روغتيايي څانګوکې روزي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته