ټولنه

د پکتیا له عامه کتابتون سره د سلګونو کتابونو مرسته

کابل/ د تلې ۸ مه/باختر
د پکتيا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په دغه ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له عامه کتابتونونو سره د څه د پاسه ۵۰۰ ټوکه کتابونو مرسته وکړه.
مسوولین وايي چې دغه کتابونه د هغه کمپاین په ترڅ کې مرسته شوي چې څه موده وړاندې په دغه ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو پیل کړی دی.
د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ رییس صلاح الدین سلیس د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې څه موده وړاندې یې په دغه ولایت کې د کتابونو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.
سلیس وویل چې د کتابونو د راټولولو کمپاین ته لاهم دوام ورکوي او دغه لړۍ په ولسوالیوکې هم پیل شوې ده.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته