امنیت

دملي دفاع وزارت خبرتيا .

کابل باختر د سلواغې دمياشتې ١٥
دملي دفاع وزارت او ستر درستيز دملي اردو په ليکو کې دښځو دلاښه مشارکت په موخه په پام کې لري چې ددولسمو ټولګيو فارغانې او له دې څخه دلوړو زده کړو خاوندانې په لنډ  مهالو تعليمي کورسونو کې ترکيې ته واستوي .
ښځينه داوطلبانې  کولاى شي دنوم ليکنې لپاره دخبرتيا دخپريدو له نيټې څخه په مرکز او ولايتونوکې دملي اردو جلب او جذب مرکزونو ته ورشي اونوم وليکي .
دتابعيت دتذکري او دفراغت دسند لرل له اتلس کلنۍ څخه تر پنځه ويشت کلنۍ پورې دداوطلب عمر او دداوطلب مجرد مدني حالت ،دکورنۍ درضايت شتون ددغو کورسونو له شرايطو څخه دي
داوطلب  بايد دلسو کلونو لپاره دملي اردو دځواکونوپه ليکو کې دخدمت ژمنه وکړي .
دزده کړې په بهير کې  مدت معاش هم په پام کې نيول شوى دى .
دوه رتبې پورته دبست ټاکنه او ځاى  دافسر په خوښه دى او نور امتيازات هم په پام کې نيول شوي دي .
دزياتو معلوماتو دترلاسه کولو لپاره د ٠٢٠٢٦٧١٧٦٢_ ٠٧٩٨٣٠٠٠٠١_ ٠٧٧٣٦٤٧٢٢٢او٠٧٢٦٠٠١٤٢٧ لمبر تيلفونونو له لارې اړيکې ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته