(PS)خبرونه(PS)ټولنه(PS)ښوونه او روزنه

په سرپل کې د امام ابو حنیفه رحمه الله په اړه د کتاب لوستلو سیالۍ ترسره شوې

کابل، د غبرګولي ٢٠مه، باختر
په سرپل کې د “امام ابوحنيفه (رح) بايد وپېژندل شي” تر سرليک لاندې د ٩٠٠ نجونو او هلکانو ترمنځ د کتاب لوستلو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالي د امام ابوحنيفه رحمه الله روزنيز مرکز او د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په لاره اچول شوې وه.
د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو مدیر فيض الله فايز د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې دغه سيالۍ د امام ابوحنيفه (رح) د لا زياتې پېژندنې او د ديني ارزښتونو د لوړولو په موخه په لاره اچول شوې دي.
ورته مهال ګډونوالو د دا ډول سیالیو په جوړېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې هر ځوان باید د اسلامي مسایلو په اړه معلومات ولري.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا