کابل باختر د کب نهه ويشتمه
طالبانو يو تن په ميدان وردګو ولايت کې په دار وځړاوه .
درارسيدلو خبرونوله مخې، دغه سړي نن له غرمي وروسته دطالبانو له خوا دسيمې دخلکو په وړاندي په کاڼو وويشتل شو او وروسته په ډار وځړول شو .
داپه داسې حال کې ده چې دبادام دکلي داوسيدونکو د څرګندونو له مخې، ددغه کلي په دري سوه متر ي واټن کې دپوليسو پوسته شته . خودميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان باقي زوي دجنت ګل اعدام تاييد کړ او وي ويل چې دغه سړي دمقتول دوروڼو او دسيمې د خلکو له پريکړې سره سم دار ځړول شوى دى .
باقي زوي وايي چې دبادام کلي دافغان ځواکونو دامنيتي پوښښ له ساحي څخه بهر دى او هلته ددوى کومه پوسته نشته .
دميدان وردګو ولايت دپوليسو قوماندان وايي چې دغه پيښه په اسلامي ګوند او وسله والو طالبانو پورې داړوندو کسانو ترمنځ ددښمني زيږنده دى