سیاست

دمشرانو جرګې غونډه وکړه

کابل باختر د غويي دمياشتې ٦ نيټه :
د مشرانو جرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د دغې جرګې    
  د ریسانو د کمېټې په غونډه کې د عمومی غونډو داجندا په ټاکلو سربیره، د کمېسیونونو د کاری چارو  د تنظیم په اړه بحث تر سره شو.
د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
د ریسانودکمېټې په غونډه کې پریکړه وشوه چې د غويی د نهمې نېټې په عمومی غونډه کې دی د آزادو بحثونو ترڅنګ، د کورنیو چارو وزیر د رای ورکوونکو مرکزونو د امنیت د ټینګښت د څرنګوالی او په د دی بهیر د نورو اړوندو مسئلو او کابل او ننګرهار کې د تروریستي وروستیو پېښو په تړاو د سناتورانو پوښتنې ځواب کړی او د غویی د یوولسمې نېټې د سي شنبې ورځې په عمومی غونډه کې دی د آزاد بحث سربیره د ټولنو، اعتصابونو او لاریونونو قانون د تصویب په اړوند دي بحث ترسره شي.
همدا راز د ریسانو د کميټې ناسته کې پریکړه وشوه چې د ملی امنیت عمومي رئېس دی د غويی د شپاړلسمې نېټې غونډه کې د خپلو کاری استقامتونو په برخه کې ځواب وړاندی کړی او د مجلس د غويي د اتلسمې نیټې عمومی غونډه کې دی د کابل ښار د حلقوي سړک پروژي د پلی کیدو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت او اسلامی پراختیایی بانک تر منځ د پور هوکړه لیک په اړه بحث وشی.
همدا راز د ریسانو کمېټه کې د عمومی او کمېسیونونو د غونډو د پیل د وخت او د استجواب په مهال د حکومتي چارواکو څخه د پوښتنو د ځانګړتیا په اړوند دخبرو په ترځ کې پریکړه وشوه، چې د مشرانوجرګې عمومې او د کمیسیونو غونډې دي د مهال ویش سره له غرمې مخکي په نهو بجو پیل شې.
دغه راز د ریسانو د کمېټې غونډه کې د فاریاب ولایت د یوتن قوماندان شهید جنرال غلام فاروق قاطع د مبارزو او اتلولیو او د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ د امنیه قوامندان ضابط عبدالحلیم خنجر د شهادت له امله یادونه وشوه او د دوی روح ته دعاګانی وشوی.                                                پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته