سیاست

تبصـــره :

کابل باختردوري دمياشتې ٢٤ :
په داسې حال کې چې طالبان دشريعت دجاري کولو ادعا کوي او دهغه دنافذولو لپاره جهاد کوي خو يوزيات شمير افراد يې داسلام درکنونو په باب معلومات نه لري او آن د اوداسه  دکولو او دلمانځه د ادا کولو له څرنګوالي سره هم بلدتيا نه لري .
دباخترآ ژانس مبصر ليکي :
دهېواد دملي امنيت ادارې دانتخاباتو په بهيرکې ٢٦٢ تنه په ډار اچوونکو فعاليتونو کې دلاس لرلو په تور ونيول چې غوښتل يې   زموږ په خلکو دانتخاباتو دترسره کولو په بهيرکې او دانتخاباتو دترسره کولو په ورځ  ځانمرګي او ډله ييز بريدونه او دماينونو چاودنې وکړي . خو افغان امنيتي بنسټونو پرې نه ښودل  چې  زموږ دخلکو دښمنان بيا دوينې په تويولو لاس پورې کړي او افغانان ووژني.
دملي امنيت په  ادارې سربيره دهېواد نورو امنيتي بنسټونو هم په دې موده کې يولړ برياليتوبونه  ترلاسه کړي دي  چې دقدر اوستاينې وړ دي .
خبره يوازې  ددښمانو دنيولو او زموږ دامنيتي بنسټونو په برياليتوب پورې محدوده نه ده  . دردونکې موضوع دا ده چې  يوزيات شمير نيول شوي کسان  سره له دې چې  دطالبانو له ډلې سره خپلې اړيکې او ارتباط تائيدوي  خودډيرو لومړنيو ديني مناسکو په باب معلومات  نه لري  . آن  د اوداسه  په کولو نه پوهيږي  اوپه  دې هم نه پوهيږي چې په څه ډول لمونځ ادا کړي . په داسې حال کې چې ددغې ډلې مشرتوب طالبان له ديني مدرسو څخه  يو راپاڅيدلى جريان بولي  چې په اصطلاح دهېواد او دسيمې حالات او احوال له اسلامي زاويو څخه په علمي اودقيق ډول څيړي او ګنې شعوري او هدفمندانه  ډول  مبارزه کوي .
خوديوشمير طالبانو نيول کيدل دقضيې عکس په ډاګه کوي . ترلاسه شوي  سندونه او مدارک ښيي چې طالبان له کليوالي  خلکو ، بيسوادانو  او له هغو کسانو څخه چې  دديني مسلو په باب هيڅ معلومات نه لري استفاده کوي او هغوي ته يوازې د جهاد او کفر په باب خبرې شوې دي   او تاوتريخوالى او وحشت دهغوي په  ذهن او روان کې ترويج شوى دى   اوپه پاى کې  هر ښاري اوسيدونکې  هغوي ته کافر معرفي شوى دى
او له اسلام څخه تحريف شوې  او دشهادت خبرې  دهغوي په غوږونو کې شوي دي.
دطالبانو يو زيات شمير نيول شوي کسان اسلامي فلسفه  لا څه  چې داسلام دمبين دين  د لومړني رکن  په باب  معلومات نه لري او نه شي کولاى  دخپل  جهاد هدفونه او مقصدونه بيان کړي او دمسلمانتوب په باب يې  يوازې يو نوم اوريدلى دى او هغه يې  زده کړى دى .  خو دجهاد او اسلام په نامه سره  په لومه کې لويدلي دي  او له هغوي څخه  دوسيلې په توګه کار اخيستل شوى دى .
هيره دې نه شي چې دطالبانو مشرتوب داسلام په باب بنسټ پال برداشت لري  ددوي عقيده او مفکوره  دپاکستان داستخباراتو له خوا پيچکاري شوې عقيده اومفکوره ده چې  دپاکستاني  اودخليج د حوزې ديوشمير هيوادونو دمفتيانو دتحريف شويو فتواګانو زيږنده ده .
دغه  شان فتواوې  زياتره  سياسي رنګ او بوى  لري  نه داسلامي تحريک انګيزه .
نو دايو مسلم کار دى  چې   جګړه اويا په بله ژبه اصطلاح دطالبانو دمشرانو جهاد
دشخصي ګټو دترلاسه کولو  او دبهرنيو هېوادونو دهدفونو پروګرامونو په لاره کې دجګړې په خاطر ده .
دطالبانو دمشرانو متحجرانه ، له تاوتريخوالي ډک انساني ضد اواسلامي ضد حرکت  ددې کارڅرګندوى دى چې  له اسلام څخه ددوي برداشت سياسي، افراطي  اوسليقوي برداشت دى. له دې پرته طالبان او هغه کسان چې  دديني مدرسو اداره   او مديريت يې کړى دى  اوپه پاى کې  ديو مسلمان ويښ  و جدان دا حکم کوي  چې له ليک  لوست څخه بې برخې کسان ، هغه کسان چې  داسلام  اوداسلامي لارښوونو په باب  څه نه پوهيږي تراسلامي روزنې لاندې ونيول شي او څه ناڅه داسلام په فلسفې  او داسلام دمبين دين په رکنونو پوه شي  هغه وخت دى چې دغه شخص دجهاد حالت اودسياسي پيښو په باب دريځ  تشخيصوي  اوپه خپله تصميم نيسي . خو دطالبانو دافرادو نيول چې ويې ښودله هغوي نه شي کولاى قرآن ولولي داوداسه په کولو اود لمانځه په  ادا کولو نه پوهيږي  نوڅنګه کولاى شو  له دغه شان کسانو څخه دجهاد هيله ولرو او يا له هغوي څخه ددې هيله ولرو  چې د حق او باطل ترمنځ توپير وکړي.
بيګناه له ګناهکار څخه تفکيک کړي او په پاى کې شرعي حکمونه چې دهغوي دتحقق لپاره راپاڅيدلي دي تطبيق کړي . په داسې حال چې له شرعي حکمونو او لارښوونو سره بلدتيا نه لري  اوپه هغو نه پوهيږي  .
دا هغه واقعيتونه دي چې ښي طالبان له هغو کسانو څخه  استفاده کوي  چې داسلام په باب هيڅ معلومات او انګيزه نه لري . اسلام يوازې  له نامه او ظاهر څخه يې  پيژني  او دنامعلومو هدفونو لپاره  دافغانانو په وژنې  لاس پورې کوي  دغه شان چلند او دغه شان سرباز نيول  پرته له دې چې ثابته کړي  چې طالبان دبهرنيو قدرتونو په لوبه کې يوه   جوړه شوې پروژه او جريان  دى بل څه نه شي کيداى .
په داسې حال کې چې داسلام مبين دين  دجهادشرطونه  اومعيارونه بيان کړي دي  په داسې حال کې چې دغه شرايط په افغانستان کې برابر  نه دي   او هغه کسان چې دځان وژنې ، چاودنې اودخلکو دوژنې لپاره  دغه هېواد ته را استول کيږي دبهرنيو استخباراتو ګوډاګيان دي چې هدفونه يې څرګند  او مشخص دي  . په دغه هدفونو کې جهاد يو نوم دى خو دافغانستان ويجاړتيااوبربادي  يوستراتيژيکي پروګرام دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته