(PS)خبرونه(PS)امنیت

په سرپل کې د اومانو یوه کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه

کابل، د وري ۸مه، باختر

د سرپل د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د کوهستانات ولسوالۍ کې د اومانو یوه کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د مسوولینو په وینا، دغه کارخونه د کوهستانات ولسوالۍ په سنجګي کلي کې کشف شوې، چې په کې ۱۵۰۰ کیلوګرامه اومان تر نیولو وروسته وسوځول شول.

د مسوولینو په وینا، د دې قضیې په تړاو یې یو کس نیولی، چې له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یو بل خبر له مخې؛ په لغمان کې د امنیتي ځواکونو له لوري ۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا