ټولنه

سږ کال حج اکبر دى .

کابل باختر دزمري يو ديرشمه :
دعرفې او دنيکمرغه  لوى اختر ورځې مشخصې شوې .
باختراژانس دسعودي عربستان درسنيو له خولې خبر راکړ چې سباچارشنبه  د ذوالحجتۀ  الحرام دمياشتې لومړى ورځ او دوږي دمياشتې لومړى ورځ ده له دې امله دوږي  دمياشتې نهمه دپنجشنبې ورځ دعرفې له ورځې سره  او دوږي دمياشتې لسمه دجمعې ورځ  دنيکمرغه لوى اختر له لومړى  ورځې سره سمون خوري .
  يوشمير ديني عالمان په دې باور دي که چيرې  دحج لومړى ورځ دجمعې له ورځې سره برابره شي دحج  اکبر په نامه ياديږي ځکه چې په همدې ورځ دوه ځلې خطبه لوستل کيږي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته