امنیت

دپوليسو درې تنه سرتيري دماين په چاودنه کې شهيدان شول .

کابل باختر  دوږي  شپاړلسمه :
په سمنګانو ولايت کې دامنيتي ځواکونو  د سپرلۍ په کاروان په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله دپوليسو درې تنه سرتيري شهيدان شول .
دسمنګانو ولايت يو امنيتي مقام دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تير ماښام هغه وخت رامنځته شوه چې دامنيتي  ځواکونو اکمالاتي کاروان هغو سرتيرو ته چې دحضرت سلطان ولسوالۍ په پوستو کې په ګزمې بوخت دي خوراکي توکي او تجهيزات ليږدول  چې د تاي خونګ  په سيمه کې يو رنجر موټر په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت  او له امله يې دپوليسو درې تنه سرتيري  شهيدان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته