امنیت

دیارلس طالبان په غزني ووژل شول

٧- کابل/ د سلواغې ۶ مه/ باختر
د غزني د قرباغ ولسوالۍ په چوک زردالو سیمه کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ۱۳ طالبان ووژل شول.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند باختر اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د قرباغ په چوک زردالو سیمه کې د افغان ځواکونو پر سنګر برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۱۳ طالبان وژل شوي او د یو قومندان په ګډون ۹ نور یې ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته