فرهنګ

په ننګرهارکې يوشمېر رسامان، انځورګران او خطاطان وستايل شول

 کابل باختر دوږي اتلسمه :
په ننګرهار ولايت کې يوشمېر رسامان، خطاطان او انځورګران وستايل شول.
دغه هنرمندان نن د ننګرهار ولايت د اطلاعاتواو فرهنګ له رياست څخه د ستاين ليکونو او سوغاتونو په ترلاسه کولو سره وستايل شول .
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست شيرشاه همدرد دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغوهنرمندانو د خپلې خطاطۍ، انځور ګرۍ او رسامۍ په تابلو ګانو سره د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ودانۍ ښکلې کړې ده .
ده په ننګرهارکې دهنري کاربهير د ودې په حال کې وباله او علت يې دسيمه ئيزو مسوولينو پاملرنه او په دې ختيځ ولايت کې د هنرپه ټولو برخوکې د تکړه هنرمندانو  شتون وباله .
د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال هم په دغو مراسموکې ژمنه وکړه چې سيمه ئيز مسوولين به د امکان تر پولې پورې د هنرمندانو او د هنر د ودې ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته