امنیت

په سرپل کې د شلو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل  باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :  
شل تنه وسله وال طالبان پرون ناوخته په سرپل ولايت کې د پوځيانو په هوايي بريدکې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل:  دغه وسله وال طالبان د سرپل په مرکز پورې اړوندو ساحو کې دهوايي بريدونو له امله ووژل شول  .
دده دڅرګندونوله مخې: په دغو بريدونوکې ١٧ تنه نور طالبان سخت ټپيان شول او د  دښمن درې ډاتسون موټرونه، درې موټرسايکلونه او يوه اندازه جنګي وسايل هم ويجاړ  او له منځه لاړل .
پاى   غ  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته