کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست او د ریاست الوزارء د دفتر ریاست د ستراتیژیکو او عامه چارو معاونیت د حکومت د رسنیو مرکز ریاست سره نن د موجوده ظرفیتونو د مسلکي کولو او لازیاتې همکارۍ او همغږۍ په موخه هوکړه لاسلیک شو.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک د ملي دفاع وزارت په استازولۍ د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو رئیس او د ملي دفاع وزارت ویاند مفتي عنایت الله خوارزمي او د ریاست الوزارء دفتر ریاست په استازولۍ د حکومت د رسنیو مرکز رئیس مفتي نعیم الحق حقاني ترمنځ لاسلیک شو.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو رئیس په مرکزي او ساحوي جزوتامونو کې د ښې همغږۍ یادونه وکړه او ویې ویل دغه هوکړه لیک چې نن د اسلامي امارت د دوو مهمو ارګانونو ترمنځ لاسلیک شو، نه یوازې دا چې همکاري به پیاوړې کړي، بلکې معلوماتي وړتیا به هم زیاته شي.
دغه راز د حکومت د رسنيو د مرکز رئیس د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتو سره همکاري د ملت او دولت ترمنځ د اړيکو د ټينګښت په لاره کې يو ارزښتناک ګام وباله او زياته يې کړه چې موږ د مطبوعاتو د منسوبينو هڅې او سرښندنې د يادونې وړ بولو.